Friday, 8 February 2019

چې زما جنازه تیاره شي،ژباړه - غلام عمر عبدالله

چي زما جنازه تیاره شي..!
لیکنه لږ اوږده ده د لوستلو حوصله مو غواړم.
دغه مقاله کویټي لیکوال مرحوم (عبدالله الجارالله) له خپل مرګ څخه څو ورځي مخکي ليکلې وه:
مرحوم لیکي...
د مرګ په راتلو خفه نه يم.
او نه هم په دې خفه او باک کوم چي له مرګ وروسته به مي له جسد سره څه کېږي.
ځکه له مرګ وروسته به مي مسلمانان وروڼه لاندي چاري ترسره کړي:
- جامې به راڅخه وباسي.
- غسل به راکړي.
- کفن به راواغوندي.
- له کوره به مي وباسي.
- خپل نوي ځای (قبر) ته به مي یوسي.
- ډېری خلک به خپل کارونه او ژمني پرېږدي او زما جنازې ته به راشي.
- خو ډېری خلک به زما د ننۍ ورځي نصيحت په هکله هيڅ فکر هم نه کوي.
زما د کور شيان لکه:
- ليکني.
- کتابونه.
- بکسونه.
- بوټونه.
- کېلاني.
- جامې.
- او نور...
به زما څخه پاته شي، که چېري زما د کورنۍ خلکو (له ماسره ښه کول) نو دا به خيرات کړي، تر څو ماته ګټه راورسوي.
په ټينګار (سره وايم)!
- چي نړۍ به زما پر مرګ هيڅ غمجنه نه شي.
- (ځکه هره ورځ زما په شان ډېر خلک له دې فاني نړۍ څخه د ابدۍ نړۍ په لور کوچېږي).
- نه به هم زما په مرګ سره د نړۍ کوم کار و بار ودرېږي، بلکه د خلکو اقتصادي چاري به همداسي رواني وي.
- او زما په کارځای کي به زما پر ځای بل کس پر دنده وګمارل شي.
- شتمني به مي وارثانو ته حلاله شي، خو د لږ او ډېر (وړې او ذرې) حساب به ئې زما سره کېږي.
او هغه لومړنی شي چي زه ئې د مرګ پر وخت له لاسه ورکوم، هغه زما نوم دی، نو کله چي زه مړ شم، بيا په نامه نه راته ويل کېږي، بلکه راته وبه ويل شي، چي (مړی او جسد).
او کله چي د جنازې لمونځ راباندي اداکېږي، نو وبه ويل شي چي جنازه راوړئ!
نو له دې وجهي زه بايد په خپل نسب، قبيلې، منصب او شهرت سره دوکه نه شم.
پس ای هغه انسانه چي اوس ژوندی ئې!
په دې پوه شه چي ستا پر مرګ به درې ډوله خلک غمجن شي.
لومړی: هغه خلک چي تا سطحي پېژني او وبه وائي(دا خوار هم مړ شو).
دوهم: ستا ملګري چي پر تا به څو ساعته يا هم څو ورځي غمجن شي، خو وروسته به بېرته خپلو کارونو، خبرو، مجلسونو او خنداګانو ته ور وګرځي.
دريم: ستا کورنۍ ده، چي دوی به ژور غمجن شي، چي يوه دوې اونۍ، يوه يا دوې مياشتي به غمجن شي، وروسته له دې به ستا ياد د خاطراتو په ارشيف ته وسپاري.
ستا له مرګ وروسته، د خلکو ترمنځ ستا کيسه تر همدغه ځايه پوري وه او خلاص.
اوس دي حقيقي او د اخرت کيسه پيل کېږي:
هغه داسي، چي ستا له مرګ وروسته به دغه لاندي شيان له تا څخه بېل شي:
- ښکلا.
- شتمني.
- روغتيا (صحت).
- مېرمن او بچيان.
- کورنۍ او دوستان.
- ملګري او همکاران.
- کورونه او ماڼۍ.
- ستا له عمل پرته به بل هيڅ شی هم درته پاته نه شي او له دې وروسته به دي حقيقي ژوند پيل شي.
اوس دلته پوښتنه داده چي تا دغسي ورځي لپاره څه تياری کړی دی..؟
دا هغه پوښتنه ده چي بايد غور باندي وشي.
نو ځکه ته بايد پر دې حريص شي چي:
- فرائض.
- نوافل.
- په پټه صدقه ورکول.
- د شپې لمونځ کول.
- غوره اخلاق.
- ديني تعليم او تعلم.
- له قران سره تعلق.
- له مسجد، د جماعت له لمانځه او نېکانو خلکو سره مينه ساتل.
- د الله ذکر کول.
بايد خپل او ترسره کړې.
ښايي دا کارونه ستا (د قبر او اخرت له سختيو او عذابونو څخه) د نجات سبب شي.
ای ژوندی انسانه تاته وايم!
که له دې مقالې لوستلو وروسته تا د قبر او اخرت لپاره تياری ونيوی او دغه ليکنه دي د خلکو ترمنځ ډېره خپره کړل، نو کېدلای شي، د الله په فضل سره دا کار ستا د نجات او برياليتوب سبب وګرځي او د اخرت په ورځ ستا د نېکۍ پله در درنه کړي.
ژباړه او زياتونه.
غلام عمر عبدالله

فواد منګل

د کاروان ویب مدیر فواد(منګل)د الحاج شهسوار خان (منګل) ځوی په ۱۳۸۰ ه.ش کال د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د منګو په قریه کې زیږیدلی چې فعلاً د لغمان مرکز اړوند د ار یو په ساحه کې اوسیږي فواد اوس مهال د همدې بلاګ مدیر او د ښونځۍ په یوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت دی

0 comments:

Post a Comment

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal