Thursday, 25 October 2018

ایا پوهیږئ؟


#آیاپوهیږی.؟؟؟
*
★ متأهل خلک د ګډ ژوند څخه ستړي دي.
★ مجردان غواړي، واده وکړي.
★ پیغله د بچو په آرمان ده.
★ زړې غواړي پیغلي شي.
★ ماشومان غواړي، زر لوی شي.
★ لویان غواړي، بیرته کوچنیتوب دوران ته لاړ شي.
★ وزګار خلک د کار په لټه کې دي.
★ وظیفه دار خلک له مصروفیت څخه په تنګ راغلي.
★ غریبان د مالدارو سرمایی ته ځوریږي.
★ مالداران له خپلو مشکلاتو ځوریږي.
★ مشهور خلک د عادي خلکو له سترګو ځان پټوي.
★ عادي خلک غواړي، مشهور شي.
★ تور پوستي غواړي سپین شي.
★ سپین پوستي غواړي، تور شي.
امــــــا، هیڅوک نه پوهیږي، چې تنها د خوشالۍ فورمول همدا دی، چې په خپلو شته نعمتونو شکر وباسي، د الله ج او محمد ص دحکمونو سره خپل ژوند عیار کړی او له ژونده خوند واخلي#کنه د ساعت تیره شوی ثانیه هیڅکله بیرته نه راګرځي

فواد منګل

د کاروان ویب مدیر فواد(منګل)د الحاج شهسوار خان (منګل) ځوی په ۱۳۸۰ ه.ش کال د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د منګو په قریه کې زیږیدلی چې فعلاً د لغمان مرکز اړوند د ار یو په ساحه کې اوسیږي فواد اوس مهال د همدې بلاګ مدیر او د ښونځۍ په یوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت دی

0 comments:

Post a Comment

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal