Thursday, 25 October 2018

ګټور معلومات چې په لوستلو څخه به یې ګټه ترلاسه کړئ!

ګټور معلومات!
۱ د میږیانو څخه د خلاصون لار :
د میږیانو سوري /غار ته نږدې د بادرنګ پوستکۍ واړه واړه ټوټې کړئ او ویې شیندئ میږیان به ورک شي ځکه له بادرنګ څخه یې کرکه کیږي
۲ له جامو څخه د ژاولو مینځل :
جامې د یو ساعت لپاره په یخچال کې کیږدئ او بیا یې صفا کړئ
۳ د صفا جامو مینځلو لپاره:
که غواړۍ جامې مو صفا او تکې سپینې وي نو د لسو دقیقو لپاره له د یخو اوبو سره د لیمون یو څه برخه هم ورګډه کړئ
۴ د ښایسته ویښتانو لپاره:
که غواړۍ ویښتان مو ښایسته ښکاره شي نو یوه وړه قاشوغه سرکه په ویښتانو وموښئ
۵ که غواړۍ له لیمو څخه زیاتې اوبه حاصل کړئ نو یو ساعت یې په یخو اوبو کې واچوئ او بیا یې وزبېښئ ، اوبه به یې زیاتې وي.
۶ په جامو باندې هرډول رنګ:
که په جامو مو کوم ډول رنګ تويې شي او وغواړئ هغه رنګ صفاکړئ نو د غاښونو کریم پرې واچوئ وچ یې کړئ او بیا یې پرېمینځئ
۷ د پیازو اوښکې:
که د پیازو په ټوټې کولو کې مو له سترګو اوښکې ځي نو په ژاولو شخوند وهئ، اوښکې به مو نه توييږي.
۸ که مو په کور یا دفتر کې موږکان ډیر وی :
د تورو مرچو پوډر هغه ځای کې واچوئ له دې آفت څخه به خلاص شۍ.


فواد منګل

د کاروان ویب مدیر فواد(منګل)د الحاج شهسوار خان (منګل) ځوی په ۱۳۸۰ ه.ش کال د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د منګو په قریه کې زیږیدلی چې فعلاً د لغمان مرکز اړوند د ار یو په ساحه کې اوسیږي فواد اوس مهال د همدې بلاګ مدیر او د ښونځۍ په یوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت دی

0 comments:

Post a Comment

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal