موضوع:-څنګه انلاین عاید ترلاسه کړو?
لیکنه:- فواد منګل
نیټه:- 2018/نومبر/22
په اوسنيو وختونو کې په زیاترو ځایونو کې وینو چې خلک بیلابیلې طریقې او ویبسایټونه نشروي چې له دې ویبسایټونو څخه انلاین عاید ترلاسه کړئ!
دلته یوه پوښتنه راپیدا کیږي
انلاین عاید څه شی دی?
ځواب:- له مشخصو شبکو او سازمانونو سره چې هغوی خاص د انلاین کار لپاره جوړ شوي وي د کار کولو ته وایي،
انلاین کار کول مشخص معاش نه لري، د شخص د کار کولو په اندازه ورته بلانس ورکول کیږي،
خو ولې افغانان پرې باور نه کوي?
کله چې زمونږ افغانان ددې کار سره نوي بلد شي نو فکر کوي چې د دوه درې ورځو په داخل کې به مې ټول کارونه هم برابر شي او د پیسو راتګ به هم چالان شي،
مګر داسې نه ده!
په انټرنټ هغه څوک انلاین کار کولای شي چې حد اقل 50% په انګیسي پوه شي، له مبایل او کمپیوټر سره پوره بلدتیا ولري،او د ورځې تر څلورو یا پنځو ساعتونو پورې وخت ولري،
د انلاین کار پیدا کول ستونزمن خو ناممکن نه ده،
په انټرنټ د کار کولو لپاره یو د بانک اکونټ چې حساب یې د ډالرو وي ډیر ضروري دی
ځکه چې افغانستان نور ډیجیټلي سستمونه لکه (paypal,payoneer,webmoney)او داسې نور نه لري فقط د وایر(Wire) ترانسفر له لارې پیسې ورته راتللای شي،
زه یواځې نیوکه نه کړم لارې هم درښایم
تاسو کولای شی چې ورڅخه استفاده وکړئ
1:-Website
2:-Youtube
3:-Blogger
4:-که د کمپیوټر ساینس انجینر یاست او سافټویر جوړولای شئ نو Google Admob
5:-Facebook Instant Artickles
او د دندو سایټونه لکه Besparish.com
Fiveer.com
او نور دي
خو څنګه ورڅخه استفاده کولای شئ?
اول مې د ویبسایټ یادونه کړې ده
د ویبسایټونو جوړول اوس په نړۍ کې عام دي هر څوک یې جوړوي
د ویبسایټ مشهوریدل یې په فعالیتونو پورې اړه لري
که چیرې مو لیکنې دلچسپ مضامین او ګټور معلومات وي نو ډیر زیات لیدونکي پیدا کوي
راځم اصلي موضوع ته
څنګه کولای شو له ویبسایټ څخه پیسې وګټو?
د ګوګل شرکت د اعلان ورکولو تر ټولو لوی او نړیوال سستم چې د (Google Adsense) په نوم یادیږي لري
د ګوګل اډسنس سستم ډیر اسانه دی هر څوک کولای شي ورڅخه استفاده وکړي
له نوموړي شرکت څخه په میلیونونو خلک د میاشتې په سلګونو ډالر عاید ترلاسه کوي
دغه شرکت له نورو شرکتونو څخه اعلان اخلي او تاسو ته یې درکوي تاسو کولای شی چې هغه په خپلې ویبپاڼې ولګوی ګوګل له اعلاناتو څخه د په لاس راغلو پیسو 68 سلنه تاسو او 32 سلنه ځان ته اخلي
نو له دې لارې تاسو کولای شی چې ورس,ه کار وکړی
2:- یوټیوب .
یوټیوب. ویډیو اپلوډ کولو تر ټولو لوی ویبسایټ دی چې په ملیاردونو ویډیوګانې پکې شتون لري
له یوټیوب څخه هم په میلیونونو خلک د میاشتې په سلګونو ډالر عاید لري
د یوټیوب څخه د پیسو ګټلو طریقه او لازم مواد دا دي چې
اول باید تاسو په یوټیوب کې یو چینل ولری
دوهم چینل مو باید 1000سبسکرایبر او 4000 واچ ټایم ولري
بیا تاسو کولای شی چې د منیټایزیشن یا اشتهار لګولو افشن فعال کړئ
دا هم په ګوګل اډسنس پورې تړلې خبره ده چې مخکې تشریح شو
ګوګل ستاسو پر ویډیوګانو نور اعلانات لګوي چې له همغې لارې تاسو ته عاید درځي
3:- بلاګر
بلاګر د ګوګل شرکت فري خدمات دي چې هر څوک ورڅخه استفاده کولای شي
بلاګر له یوه ساده ویبسایټ څخه عبارت دی
د بلاګر ساده او اسانه سستم به مو تر هدفه ژر ورسوي
د بلاګر لپاره هم د ګوګل اډسنس شرکت اعلانات ورکوي خو هغه وخت اعلان ورکوي چې کله مو د بلاګر د جوړیدو شپږ میاشتې وشي، بلاګر مو ډیرې لیکنې ،ډیر تصویرونه،او ډیرې ویډیوګانې ولري،
ډیر لیدونکي ولري او ټول مواد مو خپل وي له بل چا څخه مو نه وي کاپي کړي
4:- ما د ګوګل اډموب په اړه هم ویلي وو
اډموب لږ مغلق دی او مصرف هم پرې راځي لومړی د اډموب اکونټ جوړیږي بیا له اډسنس سره وصل کیږي بیا ورته اعلانات جوړیږي او بیا ورته داسې یو اپلیکیشن جوړیږي چې اعلانات پکې ښکاره شي بیا د ګوګل پلای سټور له لارې نشریږي چې په لومړي ځل د 30$ په شاوخوا کې مصرف پرې راځي
بیا خلک ستاسو اپلیکیشن ډونلوډوي او د استعمال په وخت کې یې ورته د ګوګل د شرکت اعلانات راځي چې له هغې لارې تاسو ته پیسې راځي
5:-Instant artickels
دا په فیسبوک پورې اړه لري ددې لپاره د ضرورت وړ مواد یو د فیسبوک پیج او یو ویبسایټ یا بلاګ ضروري دی
د فیسبوک اډز تاسو د ارټیکل په مابین کې له لږولو وروسته فبلش کولای شئ
دا طریقه ډیره اسانه ځکه ډیر ژر اپروو کیږي
6:-د کار کولو ویبسایټونه
دا ویبسایټونه د هغو خلکو لپاره دي چې په (Web design,blog design,logo design,pdf to word ,word to pdf)
باندې پوهیږي کولای شي ځان ته پکې پروپایل جوړ کړي
هیره دې نه وي چې نورې هم ډیرې لارې لکه (بیټکواین,بلکچاین تکنالوژي,ون کواین او نور...)
نوټ:-زمونږ وبلاګ وڅارئ په راروانو پوسټونو کې له داسې نویو لارو څخه درته معلومات درکوو چې که چیرې لس فیصده هم له مبایل او انټرنټ سره بلدتیا ولرئ وړاندې ورتللای شئ
که کومه لاره مو خوښه شوه نو په ویب کې یې په اړه وپلټئ مکمل معلومات به تر لاسه کړئ
په افغانستان کې د بیکارۍ ګراف ورځ په ورځ په لوړیدو دی
که له دې لارو څخه استفاده وکړئ نو هم به مو شخصي ګټه کړې وي او بل به مو د هیواد په اقتصاد مثبت اغیز ولري
وسلام
0 comments:
Post a Comment