Monday, 25 February 2019

د حضرت محمد ص شفاعت

 تعریف:-شفاعت په لغات کې د بل لپاره د نیکۍ کولو او جرم او خطا د بښلو غوښتلو ته وایي. او د عقایدو د علم په اصطلاح کې له الله تعالی څخه د قیامت په ورځ غوښتنه ده څو د یو چا له خطاوو څخه تیر شي او بښنه ورته وکړي. د شفات د اثبات دلیل د پیغمبر(ع)شفاعت په قران کریم،نبوي احادیثو،او د اسلامي امت په اجماع سره ثابت دی، الله ج فرمایي(عَسَی أَنْ یَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا) [الاسراء:79] ژباړه:نژدې ده چې ستا څښن به تا ستایل شوي ځای ته ورسوي. په یو بل حدیث کې حضرت محمد ص فرمایي:
ژباړه
:زه به د قیامات په ورځ د ادم (ع)په اولاده کې سردار یم او زه به لومړی هغه څوک یم چې له قبر څخه راپاڅیږي،او زه به لومړی هغه څوک یم چې شفاعت به کوم او لومړی هغه څوک به یم چې شفاعت یې قبلیږي. د پیغمبر(ص)د شفاعت ډولونه الله تعالی حضرت محمد ص ته د دوه ډوله شفاعت اعزاز ورپه برخه کړی دی: 1. شفاعت صغری. 2:شفاعت کبری. 1:شفاعت صغری له شفاعت صغری څخه مراد د پیغمبر ص هغه شفاعت دی چې د نورو بیلابیلو خلکو لپاره به یې کوي چې ځینې یې په لاندې ډول دي: 1:د ټولو مومنانو لپاره جنت ته د ورتلو شفاعت 2:د هغه چا لپاره شفاعت چې نیکۍ او بدۍ یې برابرې وي 3:د خپل امت د ګناهګارو لپاره شفاعت تر څو الله تعالی یې وبښي او له دوزخ څخه یې راوباسي او جنت ته یې داخل کړي 4:د نیکانو د درجو او مرتبو د لا اوچتولو لپاره د پیغمبر ص شفاعت 5:د پیغمبر ع شفاعت د ځینو خلکو لپاره تر څو د محاسبې پرته جنت ته داخل شي 6:د عذاب له مستحقینو څخه د عذاب د تخفیف لپاره شفاعت 2:کله چې ټول انسانان د محشر په میدان کې د خپلو اعمالو د حساب ورکولو لپاره راغوڼډ شي نو دوی به له ویرې سره په انتظار کې وي چې الله ج ورسره کله حساب شروع کوي ان ددوی انتظار به تر څلویښتو کالو پورې اوږد شي نو دوی به دداسې یو چا په لټه کې شي چې الله ج ته ددوی په اړه  شفاعت وکړي او الله ج له دوی سره حساب او کتاب شروع کړي نو دوی به حضرت محمد ص ته راشي او پیغمبر ع به الله ج ته په سجده پریوځي نو الله ج به ورته ووایي(ای محمده! سر راپورته کړه ته چې هر څه وغواړې درته به درکړل شي) او شفاعت به یې قبول کړل شي نو دې ته شفاعت کبری وایي رب دې د پیغمبر ع شفاعت مونږ ته هم رانصیب کړي 
امین
 کاروان ویب

فواد منګل

د کاروان ویب مدیر فواد(منګل)د الحاج شهسوار خان (منګل) ځوی په ۱۳۸۰ ه.ش کال د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د منګو په قریه کې زیږیدلی چې فعلاً د لغمان مرکز اړوند د ار یو په ساحه کې اوسیږي فواد اوس مهال د همدې بلاګ مدیر او د ښونځۍ په یوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت دی

0 comments:

Post a Comment

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal