Wednesday, 19 September 2018

ویې لولئ ډیر څه به ترېنه زده کړئ!


ولولﺉ ډېر څه زده کړﺉ پر ځان یې فرق وګورﺉ چې څومره بدلون کوﺉ
د جساسه قيصه او دجال
عامر بن شراحيل شعبي ويلي چې هغه فاطمة بن قيس رضی الله عنها ته وويل: ما ته يو داسې حديث بيان کړه کوم چې تا براه راست له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه آوريدلی وي او د الله له رسول صلی الله علیه وسلم پرته د بل هيچا لور ته منسوب نه وي، هغې راته وويل: که چيرته ته غواړې نو زه به همداسې وکړم، عامر وويل: سمه ده راته بيان يې کړه، فاطمة رضی الله عنها وويل: يوه ورځ ما د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د منادي آواز واوريد، هغه اعلان کاوه: خلکو ! لمونځ دريدونکی دی، دا مې چې واوريدل نو د مسجد لور ته ولاړم او د الله د رسول شا ته مې لمونځ اداء کړ، زه د ښځو په هغه صف کې وم کوم چې له سړيو بيخي شا ته وو، کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم له لمانځه فارغ شو او په منبر باندې کيناست نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم تبسم وکړ او وې فرمايل:
هر څوک دې په خپل ځای کښيني، بيا يې وفرمايل: آيا تاسو پوهيږی چې نن ما تاسې په مسجد کې ولې جمع کړي ياست؟ صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل: الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ښه پوهيږي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: په الله قسم! ما تاسې خلک د رغبت يا ډارولو لپاره نه ياست را جمع کړي، بلکه ما تاسو د دې لپاره را بللي ياست چې (تاسو ته يوه مهمه واقعه بيان کړم) تميم داري کوم چې نصراني دی ما ته راغی او زما په لاس يې بيعت وکړ او مسلمان شو، هغه ما ته يوه واقعه بيان کړه کومه چې زما له هغو احاديثو سره برابره ده کوم چې ما تاسو خلکو ته د مسيح دجال په باره کې بيان کړي دي، تميم داري ما ته وويل چې هغه د قبيلې بنو لخم او بنو جزام له ديرشو (۳۰) خلکو سره يو ځای د بحري جهاز په سفر کې وو چې د اوبو موجونو د هغوی د جهاز لار بدله کړه، هغوی تر يوې مياشتې پورې په سمندر کې له ګرځيدو وروسته يوې جزيرې ته نږدې ووتل او د لمر لويدو په وخت کې جهاز يوې جزيرې ته نږدې ور ورسيد، بيا په يوه وړه کشتۍ کې کيناستل او جزيرې ته ورسيدل او هلته ور داخل شول، هلته هغوی د ګڼو ويښتانو درلودونکی يو ځناور وليد، د ويښتانو د ډير والي له امله نه معلوميده چې د هغه مخکنی لوری کوم دی او وروستنی لوری يې کوم دی.
هغوی په تعجب سره وويل: تيراستياناس! ته څه شی يې؟
هغه وويل: زه جساسه يم.
هغوی وويل: جساسه څه شی دی؟
هغه وويل: تاسو خلک هغه سړي ته ورشی کوم چې په يو څه ليرې ځای کې اوسيږي او هغه د ستاسو پوهيدوته ډير خواهشمند دی.
جساسه چې کله خپل نوم واخيست نو له مونږ سره دا انديښنه پيدا شوه چې دا کوم شيطان نه وي، مونږ زر د هغې خانقاه لور ته ولاړو، کله چې مونږ هغې ته ور داخل شوو نو مونږ يو عظيم الجثه انسان وليد کوم چې ډير مضبوط تړل شوی وو، د هغه دواړه لاسونه په غاړې پورې بند شوي وو او سر له پښو په ځنځيرونو کې بند وو.
مونږ وويل: دستا لپاره هلاکت دی: ته څوک يې؟
هغه وويل: تاسو خلک به زما په پيژندلو کې کامياب شی: اول تاسو دا ووايی تاسو څوک ياست؟
مونږ وويل: مونږ عرب يو، مونږ په يوه بحري جهاز کې سپاره وو چې د اوبو چپو در بدره کړو، بالاخر مونږ دې جزيرې ته را ورسيدو، بيا په يوه وړه کشتۍ کې کيناستو او دلته را ورسيدو، هلته مونږ يو ځناور وليد د کوم په بدن چې له اندازې زيات ويښتان وو او د هغو له امله يې په مخته او شا لوري کې تميز کول مشکل وو، مونږ له هغه څخه وپوښتل: دستا لپاره تباهي او بربادي ده: ته څوک يې؟
هغه راته وويل : زه جساسه يم.
مونږ وويل : جساسه څوک دی؟
هغه راته وويل: تاسو خلک د دغه لوی محل خانقاه ته ورشی، هلته چې کوم سړی ده هغه دستاسو د خبرو ډير شوقين دی، مونږ ډير په تيزي سره د ستا لوري ته راغلو، مونږ له هغه ځناور څخه هم ډير ووريدو هسې نه چې هغه کوم شيطان نه وي، هغه راته وويل: زه د (بيسان) کجورو د باغونو په باره کې څه وئيل غواړم.
مونږ ورته وويل: ته د دغه ښار د کوم شي په باره کې پوښتنه کول غواړې؟
هغه راته وويل: دا راته وواياست! آيا د دغه ځای ونې ګلونه ورکوي؟
مونږ ورته وويل: هو ! ورکوي يې.
هغه وويل: نږدې ده چې د دغه ځای ونې به د ګلونو ورکول بند کړي.
هغه وويل : ما ته د بحريه طبريه په باره کې څه وواياست؟
مونږ ورته وويل: ته د هغه په باره کې د کوم شي پوښتنه کول غواړې؟
هغه وويل: آيا په هغه کې اوبه شته دي؟
مونږ وويل: په هغه کې ډيرې اوبه دي.
هغه وويل: نږدې ده چې د هغه اوبه به ختمې شي.
هغه وويل: ما ته د زغر چينې په باره کې څه وواياست؟
مونږ وويل: ته د هغې د کوم شي په باره کې پوښتنه کول غواړې؟
هغه وويل: آيا په دغې چينې کې اوبه شته دي او آيا د هغه ځای اوسيدونکي د هغې په اوبو کښت کاري کوي؟
مونږ وويل: هو ! په هغې کې ډيرې اوبه دي او د هغه ځای اوسيدونکي د هغې په اوبو کښت کاري هم کوي.
هغه وويل: ما ته دا وواياست چې د هغه (اميين) نبي څه حال دی؟
مونږ وويل: هغه له مکې څخه هجرت کړی او په مدينه کې اوسيږي.
هغه وويل: آيا عربو له هغه سره جنګ وکړ؟
مونږ وويل: هو ! وې کړ.
هغه وويل: بيا نتيجه څه شوه؟
مونږ هغه ته خبر ورکړ چې هغه په ټولو عربو باندې بر لاسی شو او هغوی ټولو د هغه اطاعت قبول کړ.
هغه وويل: آيا ټول شوي دي؟
مونږ وويل: هو ! بالکل.
هغه وويل : دا د هغوی لپاره بهتره ده چې د دغه نبي اطاعت وکړي، اوس زه تاسو ته د خپل ځان په باره کې وايم، زه مسيح دجال يم، عنقريب به ما ته په کوم وخت کې د خروج اجازه راکړل شي، زه به را ووځم او د ټولې زمکې په هر ښار به په څلويښتو ورځو کې وګرځم پرته له مکې او مدينې، ځکه چې دا دوه ښارونه په ما حرام کړی شوي دي، که زه په دغو دواړو کې هر يوه ته د داخليدو کوشش وکړم نو زما مخته به يوه فرښته وي او له تورې سره به زما په لار کې ولاړه وي، هغه ما دغو ښارونو ته له داخليدو څخه منعه کوي، د مکې او مدينې په ټولو لارو کې به فرښتې متعين کړی شوې وي کومې به چې د هغوی حفاظت کوي.
فاطمه بنت قيس رضی الله عنها بيان کوي: بيا نبي علیه السلام په خپلې امسا سره منبر وواهه او وې فرمايل: دا طيبه ده، دا طيبه ده، دا طيبه ده، يعنې مدينه منوره، بيا نبي علیه السلام وفرمايل: آيا دا خبره ما تاسو ته د مخه نه وه بيان کړی؟
خلکو ورته وويل : هو ! بيان کړې دې وه.
بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ما ته د تيميم داري خبره ښه ښکاره شوه، ځکه هغه زما د هغې خبرې مطابق ده کومه چې ما تاسو ته د دجال په باره کې او د مکې او مدينې په متعلق کې کړې وه، خبر دار اوسئ ! دجال د شام يا يمن په سمندر کې دی، بلکه هغه د مشرق لوري ته دی، هغه د مشرق لوري ته دی، هغه د مشرق لوري ته دی او نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خپل لاس سره د مشرق لوري ته اشاره وکړه.
ما چې د دجال په باره کې د ځينو مؤلفينو کتابونه ولوستل نو د هغوی د مسيح دجال د موجودګي ځای او د برمودا مثلث په مابين کې د ربط قايمولو کوشش کړی، سره له دې چې د برمودا مثلث حقيقت تر نن ورځې يو پټ راز دی او هيچا ته ښکاره نه دی.
د حدیث د مکمل شرحي او د هغې د رازونو نه د خبریدو لپاره لاندې کتاب مطالعه کړﺉ
د قیامت علامې

فواد منګل

د کاروان ویب مدیر فواد(منګل)د الحاج شهسوار خان (منګل) ځوی په ۱۳۸۰ ه.ش کال د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د منګو په قریه کې زیږیدلی چې فعلاً د لغمان مرکز اړوند د ار یو په ساحه کې اوسیږي فواد اوس مهال د همدې بلاګ مدیر او د ښونځۍ په یوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت دی

0 comments:

Post a Comment

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal