Thursday, 13 September 2018

د قدر شپه(نوي او دقیق معلومات)


  1. د لیلة القدر په هکله نوي علمي معلومات :
علمې څېړنو جوته کړي چي هره شپه له اسمانه د زمکي په لور له ۱۰۰۰۰ څخه نېولي تر ۲۰۰۰۰ پوري د ستوریو ډزي کېږي خو د لیلة القدر په شپه یو ستوري هم وېشتل نکوي.
سبحان الله !!!.
د امرېکا د علمي څېړنو مرکز ناسا دا علمي حقیقت لس کاله مخکي کشف کړی خو د ځېنو وجوهاتو په اساس يې پټ ساتلی هغوی وايي چي درمضان په وروستيو لسو شپو کي يوه شپه داسي ده چي ستوري پکي د زمکي په لور وېشتل نکوي.
دا خبره په مصر کي د هيئة الإعجاز العلمي للقرآن والسنة د علمي ټولني مشر دكتور عبد الباسط محمد السيد په یوه مرکه کي کړي چي د په ۲۰۱۲ م کي د الجزائر په يوې ورځپاني "جريدة الشروق الجزائرية" کي خپره شوي هغه وايي.
ناسا د لیلة القدر ځېني حیرانوونکي حقائق معلوم کړي خو له خلکو يې ځکه پټ ساتلي دي چي بیا به نړۍ ټوله مسلمانه شي .
کارنار د فضايي څېړنو یو ستر عالم دی، هغه چي کله دفضا په هکله معلومات را ټولول نور يې ونشوای کړای چي ځان په واک وساتي او بربنډه يې کړه چي اسلام حق دين دی کله چي هغه ته جوته شوه چي د زمکي دفضايي پوښ کوني وړانګي تر اټومي وړانګو ډېري خطرناکي دي او فضا ته توغول شوي توغندویونه نشي کولای دا پوښ څېري کړي ځکه چي سوځل کېږي.
هو د زمکي پدې غلاف کي یوه دروازه یا کړکېن شته چي موندل شوي او (وان ألان) نومول شوي کارنار وايي چي دا کوم نوی انکشاف ندی ځکه چي دا دروازه لا مخکي د مسلمانانو په کتاب قرآنکرېم کي یاده شوي الله تعالی فرمايي:
( وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَاباً مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ، لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُون َ)
او كه پر هغوى مو د اّسمان كومه دروازه پرانستى وى نو (ټوله ورځ) په هغه كې ورختلاى او خامخا به يې ويل چې يقيناً زموږ سترګې تړل شوې دي، بلكى موږ داسې خلك يو چې كوډې راباندې شوې دي .
هغه سمدلاسه په ناسا کي خپله دنده له لاسه ورکوي او د اسلام په دېن مشرف کېږي، کارنر نور په اسلام کي خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکوي، هغه د حجر اسد ښکلول او یا ورته اشاره کول څېړي، هغه وايي چي حجر اسود دا ځانګړتيا لري چي چا هم مخکي او اوس ښکول کړي او یا يې اشاره ورته کړي هغوی ټول يې ثبت کړي او ثبتوي يې.
هغه د حجر اسود يوه ټوټه تحليل کړي چي حجر اسود په هر لوري د لنډو څپو ۲۰ پټي وړانګي چي نه لېدلي کېږي لېږي او هره وړانګه له لس زرو (۱۰۰۰۰) کسانو څخه لاره باسي،
د کارنر دڅېړني حقیقت امام شافعي رحمه الله هم ذکر کړی وايي:
هرڅوک چي مکې مکرمې ته د حج او یا عمرې لپاره ورشي حجر اسود يې يو ځل نوم ثبتوي او بیا چي هر څومره زیات حجونه عمرې او یا طوافونه کوي د هغو د شمېر په اندازه يې له نوم سره نښي ثبتوي .
عبادة بن الصامت رضي الله وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل
:"إن أمارة ليلة القدر أنها صافية بلجة ، كأن فيها قمراً ساطعاً ، ساكنة ساجية ، لا برد فيها ولا حر ، ولا يحل لكوكب أن يرمى به فيها حتى تصبح ، وإن أمارتها أن الشمس صبيحتها تخرج مستوية ليس لها شعاع ؛ مثل القمر ليلة البدر ، ولا يحل للشيطان أن يخرج معها يومئذ" .أخرجه أحمد (5/ 324)
دليلة القدر د شپې د پېژندلو نښه داده چي اسمان روڼ وي هوا خوږه وي لکه سپوږمۍ چي پکي برېښي، ډاډمنه او ارامه شپه وي، نه يخني وي پکي او نه تودوخي، هېڅ ستوري ته د زمکي په لور د وېشتلو واک نه وي، سهار يې لمر دا سي را پورته کېږي لکه د څوارلسم سپوږمۍ او وړانګي نلري، شیطان ته په همدغه ورځ د وتلو اجازه نه وي.
اې پاکه ربه زمونږ عبادتونه قبول کړه او ددې ستري شپې په قبول شويو عبادتونو کي مو ونډه وکړه.!!!

فواد منګل

د کاروان ویب مدیر فواد(منګل)د الحاج شهسوار خان (منګل) ځوی په ۱۳۸۰ ه.ش کال د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د منګو په قریه کې زیږیدلی چې فعلاً د لغمان مرکز اړوند د ار یو په ساحه کې اوسیږي فواد اوس مهال د همدې بلاګ مدیر او د ښونځۍ په یوولسم ټولګي کې په زده کړو بوخت دی

0 comments:

Post a Comment

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal