د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سیلو او طوفانونو پرمخ
یو اسویلی دی درلیږلی غواړم
ستا د څپو څپو سیندونو په نوم
لیمه راډک شو څڅولی غواړم
هڅې نه چون د خولې ایستل کفر شي
هڅې نه تاته هم دریدل کفر شي
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګي
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د جنت له نعمتونو نه زار
زه درته وږی په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته د ګیډې دوزخ تش ګرځوو
هلته شو ستا د دوزخونو خاشاک
دلته د دغو قصابانو خوراک
هلته د هغه خامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاتې شوو
نه د دنیا او نه د دین پاتې شوو
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوږی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سنګینو فیصلو نه قربان
ولې حیران یم کوم قانون ومنم
ته خو دې خپل قارون په ځمکه منډې
زه مې په سر باندې قارون ومنم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼی هم نس پورې تړلی شمه
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلی شمه
راډک شو زړه ایسارولی نه شم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوږی
د چا د زړه لوږی لیدی شې کنه
ستا د جنت په تمه تمه چې مري
د هغو وږو په سلګو مې قسم
په دې دوزخ کې یې نور نه شم لیدی
ستا په دې جیګو منارو مې قسم
یا خو د ځمکې په دې ارته سینه
ماته خپل ژوند زما جنت راکړه
یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې
د یوې چیغې اجازت راکه
چې دا ستا وږي ستا په خوند ماړه کړم
یا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سیلو او طوفانونو پرمخ
یو اسویلی دی درلیږلی غواړم
ستا د څپو څپو سیندونو په نوم
لیمه راډک شو څڅلولی غواړم
هڅې نه چون د خولې ایستل کفر شي
هڅې نه تاته هم ژړیدل کفر شي
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه.

0 comments:
Post a Comment