د ډاکټر نجيب لور د پلار په هکله يې ليکي:
...
(ژباړه)
دوه زوړند جسدونه!
ما هغه وینه ولیده چې زما په بدن کې وه، او ستا په ټول وجود خوره وه.
ما هغه لاسونه ولیدل چې زه به یی کلکه په غیږ کې نیولم.
ما خپلې هغه تحفه شوې جامې ولیدلې چې ستا کفن شوې.
ما پیسې ولیدلې چې ستا په پوزه یي ایښې وې، ځکه هیڅکله دی 'بکسه' نه لرله.
ما دی په لاس کې سګرټ ولیدل چې کله دی هم نه و څکلی.
ما ستا څیري کالي او ستا ټوټه بدن ولیدو.
ما لُنګۍ والا خلک ولیدل چې خوشحاله وو او په داسی حال یي په خندا یو بل په غیږ کې نیول چې دوه ورونه څنګ په څنګ زړول شوي وو!
ستا کوپړۍ یي نیمه الوزولې وه او بدن یي درته زخمي زخمي کړې و.
جهان هرڅه کتل او لیدل.
اول می، ځان ډیر بی وسه، مظلوم او یوازی احساس کړ!
خو وروسته می سر په ډیر ویاړ جګ شو.
ځکه، دا توان می پیدا کړ چې زه د هر ډول ناروا په مقابل کې ودریږم.
سره لدې چې 'هغوئ' غوښتل د خپل ځان په څیر دی ککړ کړي، خو ما په حقیقي بڼې ولیدی.
ما هغه دوه زړیدلي جسدونه ولیدل چې تاریخ یي جوړ کړ.
ما هغه نران ولیدل چې په خپله خبره ودریدل!
ما هغه نران ولیدل چې د غوښې او هډوکو جوړ خو تر مرګه مبارزان وو.
ما هغه نران ولیدل چې تسلیم نشول.
ما هغه نران ولیدل چې یوبل ته ګران او تر آخره سره ودریدل.
ما هغه نران ولیدل چې د سولې، یووالي، ولس او افغانستان دپاره قربان شوو.
ما هغه نران په داسی بڼه ولیدل چې څنګه الله جوړ کړي وو.