Wednesday, 19 September 2018

د عاشورا د ورځ مهم واقعات

راتلونکې پنجشنبه د محرم الحرام لسمه د (عاشورا) ورځ ده : ددې ورځې مهم واقعات په لاندې ډول دي!
د عاشورا په ورځ تر ټولو دردونکې پېښه!
داسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) لمسی او د حضرت علي ( کرم الله وجهه ) زوی سید الشهداء امام حسین (رضی الله عنه) په (۶۱) هجري قمري کال د اعلاء کلمةالله په خاطر د کربلا په بیدیا کې دیزید بن معاویه دپلویانو (شمرذی الجوشن) اود هغه د شپږو تنو ملګرو له خوا په ډیره بېدردۍ سره په شهادت ورسید .
انا لله وانا الیه راجعون°
همدارنګه په دې ورځ !
۱ــ د عاشورا په ورځ حضرت ادم علیه السلام پیدا سوی.
۲ــ دعاشورا په ورځ مځکه او قلم پیدا سوي.
۳ــ د عاشورا په ورځ د ادم علیه السلام توبه قبوله سوې.
۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت نوح علیه السلام کشتی له توپانه وژغورل سول.
۵ــ د عاشورا په ورځ حضرت ابراهیم علیه السلام د نمرود له اور څخه نجات پیداکړ.
۶ــ د عاشورا په ورځ حضرت موسی علیه السلام او بني اسرائیل دفرعون له ظلمه خلاص سول او د قلزوم له سمندره سلامت تیرسول.
۷ــ د عاشورا په ورځ حضرت سلیمان علیه السلام ته پاچاهي ورکړل سول.
۸ــ د عاشورا په ورځ حضرت ایوب علیه السلام له اوږدې ناروغیه خلاص سو.
۹ــ دعاشورا په ورځ یونس علیه السلام د ماهي له ګیډي سلامت راووت.
۱۰ــ د عاشورا په ورځ حضرت یوسف علیه السلام له نهه کلن زندان وروسته راخلاص سو.
۱۱ــ دعاشورا په ورځ حضرت عیسی علیه السلام اسمانونو ته وختی او دیهودیانو له ظلمه خلاص سو.
۱۲ــ د عاشورا په ورځ به قیامت راځي.
۱۳ــ د عاشورا په ورځ پر موسی علیه السلام باندي تورات نازل سو.
۱۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او بي بي خدیجې رضی الله عنها ترمینځ نکاح ترسره سوې.
۱۵ــ د عاشورا په ورځ سیدنا امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه شهید سوی.

د ساینس د علم د څو مهمو اختراعاتو لنډيز

#د ساینس په اړه بیلابیل معلومات
۱ : ــ ﻣﺼﺮﻳﺎﻥ ﻟﻮﻣړﻧﻲ ﺧﻠﮏ ﻭﻩ ﭼﻲ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﻭﺟﻮﺩ ﺍﻭ ﻃﺒﺎﺑﺖ
ﭘﻪ ﺑﺎﺭﻩ ﮐښﻲ ﻳﯥ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺕ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړﻝ .
۲ : ــ ﺟﻮﺯﯾﻒ ﻟﯿﺴﺘﺮ ﺩ ﺧﭙﻠﻲ ﺯﻣﺎﻧﯥ ډﺍﮐټﺮﺍﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﯧﺸﻨﻬﺎﺩ ﻭﮐړ ﭼﻲ
ﺩ ﺟﺮﺍﺣۍ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐﻲ ﺩ ﺟﺮﺍﺣﻲ ﺳﺎﻣﺎﻥ ﺁﻻﺕ ﭘﺎﮎ ﺍﻭ ﺗﻌﻘﻴﻢ ﮐړﻱ
.
۳ : ــ ټﻮﻝ ﮊﻭﻧﺪﻱ ﻣﻮﺟﻮﺩﺍﺕ ﺩ ﯾﻮﻩ ﮐﻴﻤﻴﺎﻭﻱ ﻣﺮﮐﺐ څﺨﻪ ﭼﻲ
ﭘﺮﺗﻮﭘﻼﺯﻡ ﺑﻠﻞ ﮐﻴږﻱ ﺟﻮړ ﺳﻮﻱ ﺩﻱ ﭼﻲ ﺩﺍ ﻣﺮﮐﺐ ټﻮﻝ ﺣﻴﺎﺗﻲ
ﻓﻌﺎﻟﻴﺘﻮﻧﻪ ﺍﺟﺮﺍﺀ ﮐﻮﻱ .
۴ : ــ ﺩ ﻧﻮﻱ ﭘﻴﺪﺍ ﺳﻮﻱ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺯړﻩ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﺩﻗﯿﻘﻪ ﮐښﻲ ‏(۱۴۰‏) ځﻠﻪ
ﺩﺭ ﺯﻳږﻱ .
۵ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ﺑﺪﻥ ﮐښﻲ ‏(۲۴‏) ﭘښﺘۍ ﺩﻱ .
۶ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﻭﻳﻨﻲ ﻭﺯﻥ ﻟﻪ څﻠﻮﺭ ﻧﻴﻤﻮ ﺗﺮ ﭘﻨځﻮ ﮐﯧﻠﻮ ﭘﻮﺭﻱ ﺩﻱ
.
۷ : ــ ﻣﺎﯾﮑﺮﻭﺳﮑﻮﭖ ﭘﻪ ﮐﺎﻝ ‏( ۱۶۶۵ ‏) ﻣﯧﻼﺩﻱ ﮐښﻲ ﺩﺍﻧګﻠﻴﺴﻲ ﻋﺎﻟﻢ
ﺭﺍﺑﺮﺕ ﻫﻮﮎ ﭘﻪ ﻭﺍﺳﻄﻪ ﺟﻮړ ﺳﻮ .
۸ : ــ ﯾﻮ ﺻﺤﺖ ﻣﻨﺪ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ﺩﻗﻴﻘﻪ ﮐﻲ ‏(۱۶‏) ځﻠﻪ ﺳﺎﻩ ﺑﺎﺳﻲ .
۹ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﺮ ﻣړﻳﻨﻲ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺯړﻩ ‏(۲۰‏) ﺩﻗﯿﻘﯥ ﮊﻭﻧﺪﯼ
ﻭﻱ .
۱۰ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﻻﺱ ﮐﻲ ‏( ۳۰‏) ﻫډﻭﮐﻲ ﺩﻱ .
۱۱ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﺳﺘﺮ ﻫډﻭﮐﻲ ﺩ ﻭﺭﺍﻧﻪ ﻫډﻭﮐﻲ ﺩﻱ ، ﭼﻲ
ﭘﯧﻤﻮﺭ ﻧﻮﻣﻴږﻱ .
۱۲ : ــ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺍﻭ ﺑﻴﺰﻭ ﯾﻮﺍﺯﻧﻲ ﮊﻭﻱ ﺩﻱ ، ﭼﻲ ﺩ ﺯﮐﺎﻡ ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﻲ
ﺍﺧﺘﻪ ﮐﻴږﻱ .
۱۳ : ــ ﺣﺠﺮﻩ ﺑﻐﻴﺮ ﻟﻪ ﻫﺴﺘﯥ څﺨﻪ ﺧﭙﻞ ﮊﻭﻧﺪ ﺗﻪ ﺩﻭﺍﻡ ﻧﺴﻲ
ﻭﺭﮐﻮﻻﯼ .
۱۴ : ــ ﻳﻮ ﻏﺎښ ﺩ ﺩﺭﻳﻮ ﺑﺮﺧﻮ څﺨﻪ ﺟﻮړ ﺳﻮﻱ ﺩﻱ :
ﺍﻭﻝ : ﺗﺎﺝ . ﺩﻭﻫﻢ : ﻏﺎړﻩ . ﺩﺭﻳﻢ : ﺭﻳښﻪ .
۱۵ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻭﺟﻮﺩ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﮐﻲ ‏( ۶۵‏) ﺍﻭﺑﻪ ﻟﺮﻱ .
۱۶ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻭﯦښﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﮐﺎﻝ ﮐﻲ ‏( ۱۶‏) ﺍﻧﭽﻪ ﻭﺩﻩ ﮐﻮﻱ .
۱۷ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻧﻮﮐﺎﻥ ﭘﻪ ﮐﺎﻝ ﮐښﻲ ‏( ۵ /۲ ‏) ﺍﻧﭽﻪ ﻭﺩﻩ ﮐﻮﻱ .
۱۸ : ــ ﺯړﻩ ﺩ ﺳﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﻗﻔﺲ ﮐﻲ ﭼﭙﯥ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﻣﻮﻗﻌﺖ ﻟﺮﻱ ﭼﻲ ﺩ
ﯾﻮﯤ ﭘﺮﺩﯤ ﭘﻪ ﻭﺍﺳﻄﻪ ﭼﻲ ‏( perreardium ‏) ﻧﻮﻣﻴږﻱ ﭘﻮښﻞ
ﺳﻮﻱ ﺩﻱ .
۱۹ : ــ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﺮټﻮﻟﻮ ﻗﻮﻱ ﻏړۍ ﺯړﻩ ﺩﻱ .
۲۰ : ــ ﺩ ﺯړﻩ ﺿﺮﺑﺎﻥ ﭼﻲ ﺩ ﻭﻳﻨﻲ ﺩ ﻭﺗﻠﻮ ﺍﻭ ﻧﻨﻮﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﺫﺭﯾﻌﻪ ﺭﺍ
ﻣﻨځ ﺗﻪ ﮐﻴږﻱ ، ﺩ ﻧﺒﺾ ‏( puls ‏) ﭘﻪ ﻭﺍﺳﻄﻪ ﺗﻌﻴﻦ ﮐﯧﺪﺍﯼ ﺳﻲ ﭼﻲ
ﭘﻪ ﻧﺎﺭﻣﻞ ډﻭﻝ ﺩ ﺯړﻩ ﺿﺮﺑﺎﻥ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﮐښﻲ ‏(۷۲‏) ځﻠﻪ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ
ﺩﻗﯿﻘﻪ ﮐﻲ ﺻﻮﺭﺕ ﻧﻴﺴﻲ .
ﻫﯿﻠﻪ ﻟﺮﻭ ﭼﻲ ﺯﻣﻮږ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺕ ﻣﻮ ﺩ ﺧﻮښۍ ﻭړ ګﺮځﻲ . ﻣﻨﻨﻪ .
ﺩﺭﻧښﺖ

ویې لولئ ډیر څه به ترېنه زده کړئ!


ولولﺉ ډېر څه زده کړﺉ پر ځان یې فرق وګورﺉ چې څومره بدلون کوﺉ
د جساسه قيصه او دجال
عامر بن شراحيل شعبي ويلي چې هغه فاطمة بن قيس رضی الله عنها ته وويل: ما ته يو داسې حديث بيان کړه کوم چې تا براه راست له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه آوريدلی وي او د الله له رسول صلی الله علیه وسلم پرته د بل هيچا لور ته منسوب نه وي، هغې راته وويل: که چيرته ته غواړې نو زه به همداسې وکړم، عامر وويل: سمه ده راته بيان يې کړه، فاطمة رضی الله عنها وويل: يوه ورځ ما د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د منادي آواز واوريد، هغه اعلان کاوه: خلکو ! لمونځ دريدونکی دی، دا مې چې واوريدل نو د مسجد لور ته ولاړم او د الله د رسول شا ته مې لمونځ اداء کړ، زه د ښځو په هغه صف کې وم کوم چې له سړيو بيخي شا ته وو، کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم له لمانځه فارغ شو او په منبر باندې کيناست نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم تبسم وکړ او وې فرمايل:
هر څوک دې په خپل ځای کښيني، بيا يې وفرمايل: آيا تاسو پوهيږی چې نن ما تاسې په مسجد کې ولې جمع کړي ياست؟ صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل: الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ښه پوهيږي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: په الله قسم! ما تاسې خلک د رغبت يا ډارولو لپاره نه ياست را جمع کړي، بلکه ما تاسو د دې لپاره را بللي ياست چې (تاسو ته يوه مهمه واقعه بيان کړم) تميم داري کوم چې نصراني دی ما ته راغی او زما په لاس يې بيعت وکړ او مسلمان شو، هغه ما ته يوه واقعه بيان کړه کومه چې زما له هغو احاديثو سره برابره ده کوم چې ما تاسو خلکو ته د مسيح دجال په باره کې بيان کړي دي، تميم داري ما ته وويل چې هغه د قبيلې بنو لخم او بنو جزام له ديرشو (۳۰) خلکو سره يو ځای د بحري جهاز په سفر کې وو چې د اوبو موجونو د هغوی د جهاز لار بدله کړه، هغوی تر يوې مياشتې پورې په سمندر کې له ګرځيدو وروسته يوې جزيرې ته نږدې ووتل او د لمر لويدو په وخت کې جهاز يوې جزيرې ته نږدې ور ورسيد، بيا په يوه وړه کشتۍ کې کيناستل او جزيرې ته ورسيدل او هلته ور داخل شول، هلته هغوی د ګڼو ويښتانو درلودونکی يو ځناور وليد، د ويښتانو د ډير والي له امله نه معلوميده چې د هغه مخکنی لوری کوم دی او وروستنی لوری يې کوم دی.
هغوی په تعجب سره وويل: تيراستياناس! ته څه شی يې؟
هغه وويل: زه جساسه يم.
هغوی وويل: جساسه څه شی دی؟
هغه وويل: تاسو خلک هغه سړي ته ورشی کوم چې په يو څه ليرې ځای کې اوسيږي او هغه د ستاسو پوهيدوته ډير خواهشمند دی.
جساسه چې کله خپل نوم واخيست نو له مونږ سره دا انديښنه پيدا شوه چې دا کوم شيطان نه وي، مونږ زر د هغې خانقاه لور ته ولاړو، کله چې مونږ هغې ته ور داخل شوو نو مونږ يو عظيم الجثه انسان وليد کوم چې ډير مضبوط تړل شوی وو، د هغه دواړه لاسونه په غاړې پورې بند شوي وو او سر له پښو په ځنځيرونو کې بند وو.
مونږ وويل: دستا لپاره هلاکت دی: ته څوک يې؟
هغه وويل: تاسو خلک به زما په پيژندلو کې کامياب شی: اول تاسو دا ووايی تاسو څوک ياست؟
مونږ وويل: مونږ عرب يو، مونږ په يوه بحري جهاز کې سپاره وو چې د اوبو چپو در بدره کړو، بالاخر مونږ دې جزيرې ته را ورسيدو، بيا په يوه وړه کشتۍ کې کيناستو او دلته را ورسيدو، هلته مونږ يو ځناور وليد د کوم په بدن چې له اندازې زيات ويښتان وو او د هغو له امله يې په مخته او شا لوري کې تميز کول مشکل وو، مونږ له هغه څخه وپوښتل: دستا لپاره تباهي او بربادي ده: ته څوک يې؟
هغه راته وويل : زه جساسه يم.
مونږ وويل : جساسه څوک دی؟
هغه راته وويل: تاسو خلک د دغه لوی محل خانقاه ته ورشی، هلته چې کوم سړی ده هغه دستاسو د خبرو ډير شوقين دی، مونږ ډير په تيزي سره د ستا لوري ته راغلو، مونږ له هغه ځناور څخه هم ډير ووريدو هسې نه چې هغه کوم شيطان نه وي، هغه راته وويل: زه د (بيسان) کجورو د باغونو په باره کې څه وئيل غواړم.
مونږ ورته وويل: ته د دغه ښار د کوم شي په باره کې پوښتنه کول غواړې؟
هغه راته وويل: دا راته وواياست! آيا د دغه ځای ونې ګلونه ورکوي؟
مونږ ورته وويل: هو ! ورکوي يې.
هغه وويل: نږدې ده چې د دغه ځای ونې به د ګلونو ورکول بند کړي.
هغه وويل : ما ته د بحريه طبريه په باره کې څه وواياست؟
مونږ ورته وويل: ته د هغه په باره کې د کوم شي پوښتنه کول غواړې؟
هغه وويل: آيا په هغه کې اوبه شته دي؟
مونږ وويل: په هغه کې ډيرې اوبه دي.
هغه وويل: نږدې ده چې د هغه اوبه به ختمې شي.
هغه وويل: ما ته د زغر چينې په باره کې څه وواياست؟
مونږ وويل: ته د هغې د کوم شي په باره کې پوښتنه کول غواړې؟
هغه وويل: آيا په دغې چينې کې اوبه شته دي او آيا د هغه ځای اوسيدونکي د هغې په اوبو کښت کاري کوي؟
مونږ وويل: هو ! په هغې کې ډيرې اوبه دي او د هغه ځای اوسيدونکي د هغې په اوبو کښت کاري هم کوي.
هغه وويل: ما ته دا وواياست چې د هغه (اميين) نبي څه حال دی؟
مونږ وويل: هغه له مکې څخه هجرت کړی او په مدينه کې اوسيږي.
هغه وويل: آيا عربو له هغه سره جنګ وکړ؟
مونږ وويل: هو ! وې کړ.
هغه وويل: بيا نتيجه څه شوه؟
مونږ هغه ته خبر ورکړ چې هغه په ټولو عربو باندې بر لاسی شو او هغوی ټولو د هغه اطاعت قبول کړ.
هغه وويل: آيا ټول شوي دي؟
مونږ وويل: هو ! بالکل.
هغه وويل : دا د هغوی لپاره بهتره ده چې د دغه نبي اطاعت وکړي، اوس زه تاسو ته د خپل ځان په باره کې وايم، زه مسيح دجال يم، عنقريب به ما ته په کوم وخت کې د خروج اجازه راکړل شي، زه به را ووځم او د ټولې زمکې په هر ښار به په څلويښتو ورځو کې وګرځم پرته له مکې او مدينې، ځکه چې دا دوه ښارونه په ما حرام کړی شوي دي، که زه په دغو دواړو کې هر يوه ته د داخليدو کوشش وکړم نو زما مخته به يوه فرښته وي او له تورې سره به زما په لار کې ولاړه وي، هغه ما دغو ښارونو ته له داخليدو څخه منعه کوي، د مکې او مدينې په ټولو لارو کې به فرښتې متعين کړی شوې وي کومې به چې د هغوی حفاظت کوي.
فاطمه بنت قيس رضی الله عنها بيان کوي: بيا نبي علیه السلام په خپلې امسا سره منبر وواهه او وې فرمايل: دا طيبه ده، دا طيبه ده، دا طيبه ده، يعنې مدينه منوره، بيا نبي علیه السلام وفرمايل: آيا دا خبره ما تاسو ته د مخه نه وه بيان کړی؟
خلکو ورته وويل : هو ! بيان کړې دې وه.
بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ما ته د تيميم داري خبره ښه ښکاره شوه، ځکه هغه زما د هغې خبرې مطابق ده کومه چې ما تاسو ته د دجال په باره کې او د مکې او مدينې په متعلق کې کړې وه، خبر دار اوسئ ! دجال د شام يا يمن په سمندر کې دی، بلکه هغه د مشرق لوري ته دی، هغه د مشرق لوري ته دی، هغه د مشرق لوري ته دی او نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خپل لاس سره د مشرق لوري ته اشاره وکړه.
ما چې د دجال په باره کې د ځينو مؤلفينو کتابونه ولوستل نو د هغوی د مسيح دجال د موجودګي ځای او د برمودا مثلث په مابين کې د ربط قايمولو کوشش کړی، سره له دې چې د برمودا مثلث حقيقت تر نن ورځې يو پټ راز دی او هيچا ته ښکاره نه دی.
د حدیث د مکمل شرحي او د هغې د رازونو نه د خبریدو لپاره لاندې کتاب مطالعه کړﺉ
د قیامت علامې

Thursday, 13 September 2018

د قدر شپه(نوي او دقیق معلومات)


  1. د لیلة القدر په هکله نوي علمي معلومات :
علمې څېړنو جوته کړي چي هره شپه له اسمانه د زمکي په لور له ۱۰۰۰۰ څخه نېولي تر ۲۰۰۰۰ پوري د ستوریو ډزي کېږي خو د لیلة القدر په شپه یو ستوري هم وېشتل نکوي.
سبحان الله !!!.
د امرېکا د علمي څېړنو مرکز ناسا دا علمي حقیقت لس کاله مخکي کشف کړی خو د ځېنو وجوهاتو په اساس يې پټ ساتلی هغوی وايي چي درمضان په وروستيو لسو شپو کي يوه شپه داسي ده چي ستوري پکي د زمکي په لور وېشتل نکوي.
دا خبره په مصر کي د هيئة الإعجاز العلمي للقرآن والسنة د علمي ټولني مشر دكتور عبد الباسط محمد السيد په یوه مرکه کي کړي چي د په ۲۰۱۲ م کي د الجزائر په يوې ورځپاني "جريدة الشروق الجزائرية" کي خپره شوي هغه وايي.
ناسا د لیلة القدر ځېني حیرانوونکي حقائق معلوم کړي خو له خلکو يې ځکه پټ ساتلي دي چي بیا به نړۍ ټوله مسلمانه شي .
کارنار د فضايي څېړنو یو ستر عالم دی، هغه چي کله دفضا په هکله معلومات را ټولول نور يې ونشوای کړای چي ځان په واک وساتي او بربنډه يې کړه چي اسلام حق دين دی کله چي هغه ته جوته شوه چي د زمکي دفضايي پوښ کوني وړانګي تر اټومي وړانګو ډېري خطرناکي دي او فضا ته توغول شوي توغندویونه نشي کولای دا پوښ څېري کړي ځکه چي سوځل کېږي.
هو د زمکي پدې غلاف کي یوه دروازه یا کړکېن شته چي موندل شوي او (وان ألان) نومول شوي کارنار وايي چي دا کوم نوی انکشاف ندی ځکه چي دا دروازه لا مخکي د مسلمانانو په کتاب قرآنکرېم کي یاده شوي الله تعالی فرمايي:
( وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَاباً مِنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ، لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَسْحُورُون َ)
او كه پر هغوى مو د اّسمان كومه دروازه پرانستى وى نو (ټوله ورځ) په هغه كې ورختلاى او خامخا به يې ويل چې يقيناً زموږ سترګې تړل شوې دي، بلكى موږ داسې خلك يو چې كوډې راباندې شوې دي .
هغه سمدلاسه په ناسا کي خپله دنده له لاسه ورکوي او د اسلام په دېن مشرف کېږي، کارنر نور په اسلام کي خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکوي، هغه د حجر اسد ښکلول او یا ورته اشاره کول څېړي، هغه وايي چي حجر اسود دا ځانګړتيا لري چي چا هم مخکي او اوس ښکول کړي او یا يې اشاره ورته کړي هغوی ټول يې ثبت کړي او ثبتوي يې.
هغه د حجر اسود يوه ټوټه تحليل کړي چي حجر اسود په هر لوري د لنډو څپو ۲۰ پټي وړانګي چي نه لېدلي کېږي لېږي او هره وړانګه له لس زرو (۱۰۰۰۰) کسانو څخه لاره باسي،
د کارنر دڅېړني حقیقت امام شافعي رحمه الله هم ذکر کړی وايي:
هرڅوک چي مکې مکرمې ته د حج او یا عمرې لپاره ورشي حجر اسود يې يو ځل نوم ثبتوي او بیا چي هر څومره زیات حجونه عمرې او یا طوافونه کوي د هغو د شمېر په اندازه يې له نوم سره نښي ثبتوي .
عبادة بن الصامت رضي الله وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل
:"إن أمارة ليلة القدر أنها صافية بلجة ، كأن فيها قمراً ساطعاً ، ساكنة ساجية ، لا برد فيها ولا حر ، ولا يحل لكوكب أن يرمى به فيها حتى تصبح ، وإن أمارتها أن الشمس صبيحتها تخرج مستوية ليس لها شعاع ؛ مثل القمر ليلة البدر ، ولا يحل للشيطان أن يخرج معها يومئذ" .أخرجه أحمد (5/ 324)
دليلة القدر د شپې د پېژندلو نښه داده چي اسمان روڼ وي هوا خوږه وي لکه سپوږمۍ چي پکي برېښي، ډاډمنه او ارامه شپه وي، نه يخني وي پکي او نه تودوخي، هېڅ ستوري ته د زمکي په لور د وېشتلو واک نه وي، سهار يې لمر دا سي را پورته کېږي لکه د څوارلسم سپوږمۍ او وړانګي نلري، شیطان ته په همدغه ورځ د وتلو اجازه نه وي.
اې پاکه ربه زمونږ عبادتونه قبول کړه او ددې ستري شپې په قبول شويو عبادتونو کي مو ونډه وکړه.!!!

Friday, 7 September 2018

ښکلی شعر د ژوند انځور(د لویو لویو قدرتونو ربه)

د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سیلو او طوفانونو پرمخ
یو اسویلی دی درلیږلی غواړم
ستا د څپو څپو سیندونو په نوم
لیمه راډک شو څڅولی غواړم
هڅې نه چون د خولې ایستل کفر شي
هڅې نه تاته هم دریدل کفر شي
د لویو لویو قدرتونو ربه 
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګي
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د جنت له نعمتونو نه زار 
زه درته وږی په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه 
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته د ګیډې دوزخ تش ګرځوو
هلته شو ستا د دوزخونو خاشاک
دلته د دغو قصابانو خوراک
هلته د هغه خامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاتې شوو
نه د دنیا او نه د دین پاتې شوو
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه 
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوږی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سنګینو فیصلو نه قربان
ولې حیران یم کوم قانون ومنم
ته خو دې خپل قارون په ځمکه منډې
زه مې په سر باندې قارون ومنم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼی هم نس پورې تړلی شمه
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان یم څنګه غلی شمه
راډک شو زړه ایسارولی نه شم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوږی
د چا د زړه لوږی لیدی شې کنه
ستا د جنت په تمه تمه چې مري
د هغو وږو په سلګو مې قسم
په دې دوزخ کې یې نور نه شم لیدی
ستا په دې جیګو منارو مې قسم
یا خو د ځمکې په دې ارته سینه
ماته خپل ژوند زما جنت راکړه
یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې
د یوې چیغې اجازت راکه
چې دا ستا وږي ستا په خوند ماړه کړم
یا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم
د لویو لویو قدرتونو ربه 
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه
ستا د سیلو او طوفانونو پرمخ
یو اسویلی دی درلیږلی غواړم
ستا د څپو څپو سیندونو په نوم
لیمه راډک شو څڅلولی غواړم
هڅې نه چون د خولې ایستل کفر شي
هڅې نه تاته هم ژړیدل کفر شي
د لویو لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اوریدی شې کنه
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدی شې کنه.


Thursday, 6 September 2018

پښتو ژبښودنه

پښتو ياګانې
پنځه ډوله پښتو ياګانې لرو:
۱ــ نرمه يا بې ټکو یا (ی): په نارینه مفردو نومونو، ځينې نسبي نومونو، ستايننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه :
ستوری، زلمی، زمری، سړی، مزاری، خوستی، ژوندی، ځای، راتلای، کولای، زوی، توی، لوی…
۲ــ څرګنده يا ( ي ) چې دوه ټکي څنګ پر څنګ ولري: په نارینه جمع نومونو (ځينو مفردو نومونو)، ځينې نسبتي ستایننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه:
ستوري، منګي، موچي، سړي، والي، ځي، خوري، مولوي، وروري، بنګړي او نور…
۳ــ لکۍ لرونکې یا ( ۍ): په ښځینه مفردو نومو او ځينو ستايننومونو کې راځي لکه:
تڼۍ، مرمۍ، لکۍ، کېږدۍ، کابلۍ، ګلالۍ، لېونۍ، خوښۍ، سپوږمۍ…
۴ـ اوږده یا ( ې ): په ښځینه جمع نومونو، نومځرو (ضميرونو) او ستاينونونو او کړونو کې راځي لکه:
کې، چې، راځې، تودې، مستې، واورې، پلمې، شېبې، تودې، کارنامې، جګړې…
۵ـ همزه لرونکې يا ( ئ ): تر ډېره د امر او نهې اړوند په کړونو (فعلونو) کې راځي لکه:
   وخورئ، راځئ، مه کوئ، وکړئ، راشئ، او داسې نور…
تاسو هم کولای شئ خپلې لیکنې مو مونږ ته د فیسبوک له لارې راواستوئ مونږ یې په وړیا ډول دلته نشروو
د بلاګ اداره
2018/september/5

ډیر لوستل شوي

 

Copyright @ 2019 کاروان ویب.

Designed by 💪 👉 Fawad Mangal